اسلام آباد 01 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو وزارت ګامونو په سوب بهر هېوادونو څخه د ډيپورټ كېدونكو غېر قانونې پاكستانيانو شمېره ښكاره كمه شوې ۔د شورو په ورځ د داخله وزارت ذريعو ووئيل په 2013 كښ?? د اروپائي هېوادونو څخه 5279 پاكستاني وګړي راستانه كړې شوي او تر نوم??ر 2016 دا شمېره 1711 راغلې ده ۔د ذريعو ترمخه هر كال دا شمېره ښكاره كمېږي۔داخله وزير چوهدري نثار علي خان د ډي پورټ كېدونكو پاكستانيانو په اړه د يو اېس او پي منظوري وركړی په كومه چې په سختۍ سره عمل كېږي۔په كال 2014 كښ?? 4330 كسان ډي پورټ كړې شوي ۔د زريعو تر مخه په 2015 كښ?? دا شمېره 2457 ته راغلې۔بېلو اروپائي هېوادونو كښ?? مېشته پاكستانيان د پاسپورټ وركېدو يا غېر قانوني تږ يا په غېر قانوني توګه د استوګنې يا د سياسي پناه خواست رد كېدو او د جعلي دستاويزات پشمول د بېلو سوبونو په نتيجه كښ?? هېواد ته رالېږلې شي۔د موجوده حكومت د ګامونو نه وړاندې پاكستاني وګړي د زرګونو په شمېر د قانوني تقاضو ترسره كېدو نه غېر به پاكستان ته رالېږلې شول۔ولې داخله وزير په دې لړ كښ?? اېف آئي اے او اميګرېشن چارواكو ته خاص سپارښتنې كړي چې ورسره د پاكستان وګړو بهر هېوادونو ته تګ د دوي د كاغذونو درست كېدو او د قانوني تقاضو ترسره كېدو سره مشروط شوي او دغسې بهر هېوادونو څخه رالېږلې شوي كسان هم د ټولو غوښتنو ترسره كېدو څخه وروستو هېواد ته پرېخودلې شي ۔
2013 كښې د اروپائي هېوادونو څخه 5279 او تر نومبر 2016 دا شمېره 1711 ته راوستې شوې
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم