اسلام آباد 12دسمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف په بلنه د پاكستان دوره كونكي د قازخستان پارليماني پلاوي د ګل په ورځ د پاك قازخستان پارليماني فرينډ شپ ډلې غړو سره په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال په دواړو هېوادونو كښې پارليماني رابطو ته د ودې وركولو پشمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزيرې او د پاك قازقستان فرينډ شپ ګروپ كنوينئر شازيه مري پارليماني پلاوي ته پارليمنټ هاؤس ته په راتګ هركلې ووې۔ دې ووئيل پاكستان او قازقستان كښې سېلګري او نورې اقتصادي څانګې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو بلها موقعې لري كومې چې د دواړو هېوادونو د اولس پرمختګ او خوشحالۍ لپاره كارولې شي۔دې په دواړو هېوادونو كښې په اولسي كچه رابطو ته د ودې وركولو لپاره د ويزا پالېسۍ په شرائطو كښې د آسانۍ په ضرورت هم زور راوړو۔دې ووئيل چې په اولسي كچه رابطو سره به په دواړو هېوادنو كښې همغږۍ ته وده او شريك تجارت او سرمايه كارۍ كښې اضافه وشي۔ دې د دې باور څرګندونه وكړه چې په پوهنتونونو كښې د زده كونكو لپاره د داخلې پالېسۍ په شرائطو كښې نرمۍ سره به د دواړو هېوادونو زده كونكو ته د يو بل تجربو څخه د مستفيد كېدو موقع ترلاسه شي۔دې د قازقستان اولس او حكومت ته د قازقستان په قامي ورځ مباركي وركړه كومه به چې د دسمبر په 16مه نېټه لمانځلې شي۔دې د قازقستان پارليماني پلاوي اوسنۍ دوره د اهميت وړ ګرځولو سره ووئېل چې دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه پارليماني رابطې لا مستحكم شي۔ د قازقستان پارليماني پلاوي غړو د پاك –قازخستان فرينډ شپ ګروپ افاديت رامخې ته كولو سره دا پليټ فارم د دواړو هېوادونو پارليمانونو ترمينځه رابطې زياتولو لپاره مهم وګرځولو۔ دوي ووئيل چې قازقستان پاكستان سره د اوږدې مودې اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او دې ته په لا پراختيا وركولو كښې خوښي لري۔دوي په په تود هركلي كلو او كوربتوب د د پاكستان اولس او پارليمان مننه وكړه
پاكستان او قازقستان كښې سېلګري او نورې اقتصادي څانګې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو بلها موقعې لري۔ وفاقي وزيره شازيه مري
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج