اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي وئېلي دي چې د پاكستان اولس په مړانه او ثابت قدمۍ سره د عدم برداشت ??وت??نو له ماتې وركړي كوم چې د تشدد د لارې خپل نظريات په نورو مسلط كول غواړي۔ دې دا خبره د ملګرو ملتونو د امن سفير?? م??اله يوسف زئي په درنښت كښې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړه۔ دې ووئيل څنګه چې ملاله يوسف زئي د ترهه ګرۍ مقابله كړې دغسې به زمونږ اولس تل دغه عناصر رد كوي كوم چې د بابائے قوم د جديد او د پرمختګ ويژن چېلنج كولو هڅه كوي۔ ډاكټر مليحه لودهي د ملګرو ملتونو لخوا ملاله يوسف زئي د امن سفيرې په توګه د امن تقررۍ ګام ستائېلو سره ووئېل چې ملاله د مړانې او مدافعت استعاره ده٬هغه په ټوله نړۍ كښې ځوانانو لپاره تحريك جوړ شوے او د دې دا نوې كردار د نړيوال امن او ورورورلۍ لپاره د لارې مشال ثابت شوه٬ هغه به د يو رول ماډل په توګه پیژندلې شي۔ دې ووئيل چې دا د بهادر پاكستاني اولس خوصيت دے چې هغوي د عدم برداشت تورو ??وت??نو له ماتې وركولو لپاره ملاتړلي او تيار دي۔ مليحه لودهي د تعليم ودې لپاره د ملاله يوسف زئي د هڅو ذكر كولو سره ووئيل چې ملاله په ګولۍ لګېدو سره ثابته كړې چې د انجونو تعليم د دو?? بنيادي او پیدائشي حق دے پھ دې اړه په كوم بندېز خبره نه شي كېدې۔ دې ووئيل چې د انجونو تعليم په ترجيحاتو كښې شاملول پكار دي ځكه چې مېرمنې خپلواكه جوړول د دې باوري لار ده۔ دې ووئيل چې خپل نسل وروستو پرېښودلو سره په مونږ كښې څوك هم پرمختګ نه شي كولې
د پاكستان اولس په مړانه او ثابت قدمۍ سره د عدم برداشت قوتونو له ماتې وركړي كوم چې د تشدد د لارې خپل نظريات په نورو مسلط كول غواړي
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون