اسلام آباد ۔ 11 اکتوبر (اے پی پی) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په 4 ورځنۍ سركاري دوره يوكرېن ته تلې۔ ده ته د دې دورې بلنه د يوكرېن دفاع وزير وركړې۔ چیئرمین هېوی انډسټریز ټېکسل هم د پاكستان دفاعي پلاوي كښې شامل دے۔ وفاقی وزیر به د خپلې دورې په مهال يوكرېن كښې د آرمز او سېكورټي 2016ﺀ نړيوال ننداروتون كښې د پاكستاني پلاوي مشري كولو سره ګډون كوي كوم چې 10 اكتوبر څخه تر 14 اكتوبر دوام لري۔ دې سره سره به وفاقي وزير د يوكرېن سول او د وسله وال ځواك اعلی مشرتابه سره ملاقات كوي۔
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش