اسلام آباد۔08 مئی(اے پی پی)پاكستان او نړيوال بانك د اصلاحات او پرمختګ تګلاره مخ په وړاندې بوتللو لپاره يو نوې قوي او ولوله لرونكې كنټري پارټنرشپ فريم ورك باندې كار كولو ته متفق شوي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د سوئېلي آسيا لپاره د ورلډ بانك سيمه ايز نائب صدر مارټن رائسر د خپل پلاوي سره ملاقات وكړو چې پكښې كنټري نمائنده ناجی بینهسین هم موجود ؤ ۔د مارټن رائسر هركلي كولو سره وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان په پرمختګ كښې د نړيوال بانك مرسته وستائله۔وزيراعظم په پاكستان كښې په كال 2022 سېلاب كښې د موسمياتي لچك لرونكې انفراسټركچر تعمير لپاره د بانك لخوا وركړې مرسته هم وستائېله۔ده پلاوې د حكومت اصلاحاتي ايجنډې په اړه هم خبر كړو چې پكښې د ټيكس پوره نظام ډيجيټلائزېشن٬پاور سيكټر كښې اصلاحات٬ د كركيلې په څانګه كښې د ايكړ په سر پېداوار زياتول او د ماشومانو مسئلې حل كول شامل دي۔د پاكستان جارحانه اصلاحاتي ايجنډا ستائېلو سره مارټن رائسر ووئېل نړيوال بانك د تل پاتې پرمختګ مقصد څخه د معيشت د بدلون په سفر كښې د پاكستان سره د مرستې كولو لپاره چمتو دے۔دواړو ډلو د يو نوې كنټري پارټنرشپ فريم ورك له مخې د اوږد مهاله همكارۍ ته اتفاق وكړو چې پكښې به د كلنه جائزه ميكانزم سره د پېشرفت جاج اخستلے شي او دا خبره به باوري كولې شي ۔دواړه ډلو په دې خبره اتفاق وكړو چې د نوي كنټري پارټنرشپ فريم ورك تيارۍ عمل به د وفاقي او صوبائي حكومتونو سره سره د تعليم پوهانو٬د پارليمان غړو٬د سول سوسائټۍ٬پرمختيائي شراكتدارو او نجي څانګو سره سره په مشاورت مشتمل وي۔ نړيوال بانك سټيك هولډرز سره به رابطه جوړوي دغسې چې د شراكتدارۍ په ترجيحات خبرې اترې اوشي كوم چې د پاكستان حكومت كليدي پرمختيائي ترجيحات او حكمت عملۍ له مخې دي۔د نړيوال بانك كنټري استازي مسټر ناجي بینهسین او د اقتصادي چارو ډويژن سېكرټري ډاكټر كاظم نياز په دې لړ كښې په اعلاميه لاس ليك وكړو۔په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف هم موجود ؤ ۔په دې مهال د اقتصادي چارو وزير احمد خان چيمه٬د خزانې وزير محمد اورنګزېب٬د پیټروليم وفاقي وزير مصدق ملك٬د آئي ټي وزير مملكت شزه فاطمه خواجه٬ د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن ډاكټر جهانزېب خان او د پاكستان حكومت اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د سوئېلي آسيا لپاره د ورلډ بانك نائب صدر ملاقات
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ