اسلام آباد 07 نومبر(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني سره د سوېټزرلېنډ د رياستونو كونسل ??در جېن رېنے فرنيئر په مشرۍ كښ?? د پاكستان په درې ورځنۍ دوره راغلي پلاوي د پارلمان په ودانۍ كښ?? ليدلې دي ۔ په دې موقع صادق سنجراني ووئيل پاكستان سوېټزرلېنډ سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ ده ووئيل دې اړيكو ته په ګڼ اړخيزه څانګو كښ?? لا پراختيا وركولو ته اړتيا ده۔ په دې موقع د اړوندو چارو سره سره د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشو??۔ د دې نه وړاندې د سوئټزرلېنډ د پارلماني پلاوي پارلمان ته په رسېدو د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني او دوهم چيئرمېن سليم مانډوي والا هركلې وكړو۔ په دې موقع پلاوي د سېنېټ چيئرمېن او دوهم چيئرمېن سره جلا جلا ملاقاتونه هم وكړل۔ د سېنېټ چيئرمېن د پلاوي په درناوي كښ?? د ماسپخين مېلمستياﺀ هم وركړه چې پكښې سناتورانو سليم مانډوي والا، سيد شبلي فراز، راجه محمد ظفرالحق او د سېنېټ سېكتر محمد انور هم ګډون كولو
د سېنېټ چيئرمېن سره د سوئټزرلېنډ پارلماني پلاوي وليدل
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی