اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي)د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه ووئيل تركيه زمونږ عظيم دوست دے او دواړه هېوادونه ځلنده سباٶن لري۔ دا خبرې ده د زيارت په ورځ پاكستان كښې د تركيې سفير بابر ګرګن سره ملاقات كښې وكړې۔د قامي سلامتيا سلاحكار د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره د دې اړيكو لا مستحكم كولو كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه۔ د تركيې سفير په دې موقع ناصر خان جنجوعه ته په تركيه كښې رېفرنډم ٬ د سوريې په تازه صورتحال او د تركيې اولس مشر د هند اوسنۍ دورې په اړه بريفنګ وركړو۔د سي پېك او مېنځنۍ آسياء د رياستونو حواله وركولو سره ده ووئيل پاكستان ٬ ايران او تركيه په جغرافيائي لحاظ سره ډېر اهميت لري ځكه چې دا هېوادونه اروپائي او نورې نړۍ سره د رابطو مهمه ذريعه ده۔سفير ووئيل تركيه په نړيوال فورمونو كښې به د پاكستان او د كشمير كشالې حمايت دوام دار ساتي
لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه سره د تركيې سفير وليدل
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج