اسلام آباد 13 فروری (اے پی پی ) د س??ودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د وزيراعظم په بلنه د فرورۍ په 16مه نېټھ د پاكستان دوه ورځنۍ د??ره كوي۔شهزاده محمد بن سلمان د وزيرانو كونسل نائب صدر او د دفاع وزير پشمول د سلطنت په مهمو چوكو فائز دے ۔د هغه سره به د س??ودي شاهي كورنۍ غړي٬كليدي وزيران او نامتو كاروباري شخصياتو پشمول اعلٰی اختياراتي پلاوې به هم د ولي عهد ملګري وي۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې په اپرېل 2017 كښې د ولي عهد په چوكۍ د فائز كېدو نه وروستو دا د شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان په رياستي كچه وړومبنۍ د??ره ده ۔د فرورۍ په 16مه او 17مه نېټھ د خپلې دورې په مهال به هغه د اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره ملاقات كوي۔د س??ودي ولي عهد به د وزيراعظم عمران خان او د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره هم ملاقات كوي۔د پاكستان د سېنېټ يو پلاوې به هم د ولي عهد س??ه ملاقات كوي چې پكښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه د پارليماني مرستې ودې په تګلاره خبرې كېږي۔د س??ودي ولي عهد س??ه به وزيران هم په خپلو څانګو كښې ??ه دوه اړخيزه مرسته د خپل پاكستانو هم څنګو سره ملاقاتونه كوي۔د دورې په موقع به د دواړو هېوادونو كاروباري شخصياتو نجي څانګه كښې د همكارۍ په موقعو خبرو اترو له ملاقات كوي۔د دورې په مهال به د پاكستان او سعودي د س??مايه كار٬خزانې٬د برېښنا٬د تجديد وړ توان٬داخلي سلامتيا٬مېډيا٬كلتور او لوبو پشمول بېلو څانګو په اړه په ځينو لوظ نامو او د مفاهمت په يادښتونو لاس ليك هم كوي۔بيان كښې وئېلي شوي د س??ودي ولي عهد محمد بن سلمان دورې سره د مرستې ټولو څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو كښې ځانګړې زياتوالې كېدونكې دے۔
د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د وزيراعظم په بلنه پاكستان ته په دوه ورځنۍ دوره راځي
مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania