اسلام آباد 31مارچ (اے پي پي) يوتھ ايکشن پالېسغ ته پام لرنه كولو له د اعلي پائې پاليسي فورم غونډه د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د تحريك انصاف لارښودو عثمان ډار ، د پلاننګ کمېشن ډپټي چيئرمېن محمد جهانزيب خان ، د منصوبه بندۍ وزارت پارليماني سيکرټري، د بين الصوبائي رابطه كمېټۍ پارليماني سيکرټري صائمه ندېم،د صحت پارليماني سيکرټري ډاكټر نوشين حامد او د بيلو وزارتونو سينئير افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم د ځوانانو خپلواكه كولو لپاره په زړه پوري هلي ځلي كوي۔ ځوانان به د پريكړې كولو عمل كښې شاملولې شي۔ عمل درآمد ، مانټېرنګ پاليسۍ كښې د ځوانانو شموليت ته اړتيا ده۔ده ووئيل ځوانانو سره په ګډه به هغه پاليسۍ جوړولې شي كومي چې د ځوانانو ضرورت وي۔ يوتھ لپاره د قرض تګلاره په ميرټ او سپيځلي ډول رامخې ته كرې شوې ۔ 50 زره ځوانان د کامياب جوان پروګرام کاميابي ده۔ اسد عمر ووئېل هېواد د ځوانانو دے او د دوي سباؤن روښانه كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔
يوتھ ايکشن پالېسۍ ته پام لرنې له د پاليسي فورم غونډه د وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado