اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) د احتساب قومي بيورو چييئرمېن قمر زمان چوهدري وئيلي دي چې كرپشن د ټولو بدو كارونو جرړه ده٬ كوم چې نه يوازې د پرمختګ د لارې خند ډے٬ بلك?? دې سر?? د ??لقو بنيادي حقوق هم متاثر كېږي٬ د احتساب قومي بيورو د پا??ستان څخه كرپشن ختمولو لپاره جوړه كړې شوې اعلٰي اداره ده٬ كرپشن ختمولو لپار?? د ??عايت نه كولو پا??يسي تياره كړې شوې٬ د شكاياتو اضافه په ادار?? د ??ولس د باور عكاسي كوي۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د تېرو 16 كلونو په مهال نېب ته 3 لكه 9 زره خواستونه ترلاسه شوي او په دې موده كښې ادارې 6 زره 300 انكوائرې ترسره كړې وې چې پكښې 56 فيصده جامع تحقيقات شوي او د دې تحقيقاتو په رڼا كښې د 80 فيصدو نه زيات كېسونه عدالتونو ته لېږل شوي وو۔ د عدليه لخوا په 1762 كېسونو پرېكړې شوې دي چې پكښې په 889 كېسونو كښې جرم ثابت شوے او دا تناسب 51 فيصده دے۔ ده ووئيل چې د كال 2014م او 2015م په مقابله كښحې سږ كال د شكاياتو شمېره يو په دوه شوې۔ ده ووئيل چې د شكاياتو اضافه په ادار?? د ??ولس د باور عكاسي كوي۔ په سارك هېوادونو كښې د كرپش خاتمې په اړه پا??ستان يواځنې هېواد دے چې په سي پي آئي انډېكس كښې ئې په ځانګړې توګه بهتري راغلې او هم دا وجه ده چې پا??ستان د سارك د اېنټي كرپشن فور?? وړومبې چيئرمېن ټاكل شوے دے كومه چې پا??ستان او نېب لپاره لويه كاميابي ده۔
د نېب چيئرمېن قمر زمان چوهدري بيان
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں