اسلام آباد ۔ 25 اپریل (اے پی پی) امریکا كښې د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري سپينې ماڼۍ كښې امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات كښې خپل سفارتي سندونه وړاندې كړي څٶك چې د فرورۍ په مياشت كښې امريكې لپاره د پاكستان سفير غوره كړې شوې ٶ۔ ده ووئيل ھغه تېر مياشت په واشنګټن كښې خپلې ذمه وارۍ پغاړه اخستې وې۔ امريكائي اولس مشر ته خپل سفارتي سندونه وړاندې كولو سره سفير اعزاز احمد چوهدري د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې د ملګرتيا اړيكو لا مستحكم كولو لپاره د پاكستان ?? قيادت او اولس لخوا د نېكو هيلو او عزم څرګندونه وكړه
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ