اسلام آباد۔27 جنوری(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د پي ډي اېم د ټولو هدفونو غوندې د وزيراعظم په ضد د عدم اعتماد تحريك به هم ناكامۍ سره مخ شي۔ پي ډي اېم كښې شاملې ټولې پارټۍ د مفاداتو جنګ كوي۔ د سېنېټ ټاكنو كښې څو اوونۍ پاتې شوي۔ د سترې محكمې نه مو لارښوونه ترلاسه كړې كه حاجت وي نو بدلونونه هم كولے شوو۔ د اپوزيشن لخوا به دوو كلونو كښې د زيات قرض اخستو خبره بې بنسټه ده۔ په دوو كلونو كښې اخستي شوي بهرني قرض 6 كھربه د پخوانو قرضونو په سود وركړې شوي۔ د پارليماني پارټۍ غونډه كښې په ??ولو اړوندو چارو خبرې شوې۔ هغه د شورؤ په ??رځ د پي ټي آئي پارليماني پارټۍ غونډې نه وروستو ميډيا سره خبرې كولې۔ وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان په ??شرۍ كښې د پارټۍ غونډه كښې په بېلو موضوعاتو خبرې وشوې كومو كښې چې د هېواد معيشت سره اړونډې چارې هم شاملې وې۔ د خزانې وزير عبد الحفیظ شېخ غونډې ته د هېواد معاشي صورتحال په ??ړه بشپړ بريفنګ وركړو۔ هغه ووئيل مونږ كرنټ اكاؤنټ خسار?? كمه كړې۔ 60 اربه ډالره خساره مو صفر ته راوستلې۔ هغه ووئيل د قرضونو په ??ړه اپوزيشن منفي پروپېګنډا كوي چې مونږ په دوه كاله كښې زيات قرض اخستے۔ هغه ووئيل په تېرو دوو كلونو كښې مو 11 كھربه په ??رض ستنولو وركړي۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل غونډه كښې په ګرانۍ خبره شوې۔ هغه ووئيل د تېر كال جنورۍ مياشت كښې ګراني تر 20 فيصده رسېدلې وه كومه مو چې تر ټولو ټيېټې كچې ته راوستلې شوې۔ هغه ووئيل د پارليمنټ غړو وزيراعظم د خپلو سيمو په ??ړه هم خبر كړے۔ کراچۍ لپاره د وفاقي حكومت په ??ېكج هم خبره شوې۔ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير د دغې بشپړه جائزه وړاندې كړې۔ وزیراعظم په دې ??ړه اړوندو چارواكو ته سپارښتنې هم وكړې۔ پارليمنټ كښې په ??انون سازۍ خبرې شوې۔ د حكومت په ??اركردګۍ بحث شو۔ے د يوې پوښتنې په ځواب كښی وفاقي وزير ووئيل پی ډی اېم بېل هدفونه لري خو هغه به خپلو ټولو هدفونو كښې ناكامۍ سره مخ شي۔ پي ډي اېم كښې د شاملو پارټو بېلې بېلې رائې دي۔ د دوي ګټې بېلې بېلې دي۔ هر يو د خپلو مفادو جنګ كوي۔ هغه ووئيل كرپشن د پاكستان يو لويه مسئله پاتې شوې ۔ پخوانو واكمنو كرپشن او مني لانډرنګ كړے او هېواد ئې معاشي ستونزو سره مخ كړے۔ هغه ووئيل براډ شيټ رامخې ته شوے او دا زمونږ جمهوري فرض دے چې پلټنې وكړؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پارټۍ كښې خلق خپلې رائې لري او خپل وړاندېزونه وركوي۔ صوبائي ستونزې به صوبائي قيادت لرې كوي۔ د پنجاب وزيراعلی به برقرار وي۔ د سېنېټ ټاكنې به تفاهم سره كولې شي۔ هغه ووئيل د ملائيشيا الوتكې په ??عامله هم خبره روانه ده۔ څه نه څه ادا كړې شوي او دا معامله به ډېره زر ترسره شي۔
د پي ډي اېم د ټولو هدفونو غوندې د وزيراعظم په ضد د عدم اعتماد تحريك به هم ناكامۍ سره مخ شي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د پي ټي آئي پارلېماني پارټۍ غونډې نه وروستو ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی