اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي اپوزیشن دې په جلسو كښې د ژړا په ځائې په پارلمان كښې خپل كردار ترسره كړي، شهباز شریف پخپله د نیب ملزم دے ، هغه څخه پوښتنه كولو سره د نيب چیئرمېن لګول داسي دي لكه د غل څخه چې پوښتنه وكړې شي چې ستا تفتیشی به څوك وي، د نيب چیئرمېن تعیناتۍ لپاره به شهباز شریف سره مشاورت نه شي كولې،ښه به دا وي چې اپوزیشن خپل لیډر آف اپوزیشن بدل كړي، د نيب چیئرمېن په اړه به آرډیننس سبا راشي، پینډورا پیپرز په اړه وزیراعظم معائنه کمېشن ترمخه جوړ سیل آف شور کمپنیو قانونی حیثیت جاج اخستلو نه پس به ګامونه پورته كولې شي،7مي سر شميري به د آئین او قانون له مخې كولې شي، په دې كښې به جدید ټیکنالوجی کارولې شي ،د 3 نه تر 13 ربیع الاول عشرہ رحمت اللعالمین به لمانځلې شي،د كرمۍ موسم كښې د ګاز كمي ترمخه صارفینو له به د برېښنا په زيات استعمال د ریلیف وركولو پريكړه شوي،د ګني ، جوارو او غنمو فصلونه سږ كال هم په بمپر کراپ ولاړ دي۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د وفاقي کابینې د غونډي نه پس میډیا ته بريفنګ كښې وكړه۔ وفاقی وزیر چوهدري فواد حسېن ووئيل وفاقي کابینې د نوي سر شميرې كولو منظوری وركړې ده، دا سر شميره به ډی جورے په بنیادونو كولې شي۔ده ووئيل د 2018ء په ټاكنو پرویژنل سر شميرې شوې وي،د دې نه پس د کابینې په بيلو غونډو كښې په دې معامله بحث شوې،د دې د تګلارې په ترسره كولو خبره شوي۔ده ووئيل سر شميرې لپاره په ټوله نړۍ كښې ډی جورے تګلاره كارولې كيږي، کابینې د ټولو نکته نظر اوريدلو پريكړه كړي چې پاکستان كښې به سر شميرې د ډی جورے په تګلاره كولې شي۔ده ووئيل سر شميرو كښې په وړومبي ځل جدید ټیکنالوجی کارولې كيږي، نادرا څخه به مرسته اخستلې شي، سر شميرې نه پس به الیکشن کمېشن له د نوې حلقه بندو لپاره وخت وركولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل سږ كال به هم د وړاندې په شان عید میلاد النبی عقیدت او احترام سره لمانځلې شي، 3 ربیع الاول نه تر 13 ربیع الاول به عشرہ رحمت العالمین لمانځلې شي،د دې ټولي عشرې په مهال به بيل اکابرین د خپلو خيالاتو څرګندونه كوي، محافل سماع به كولې شي۔ده ووئيل عید میلاد النبی په موقع به بيل کیټیګریز بنديوانو په سزاګانو كښې بخښنه كولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل وفاقی کابینې په غونډه كښې د معمول له مخې په الیکټرانك ووټنګ مشین بحث شوې، کابینې ته ډاكټر بابر اعوان بریفنګ وركولو سره ووئيل انتخابی اصلاحات د اپوزیشن سسره د خبري كولو هڅه شوي خو تر اوسه د اپوزیشن د اړخه كوم ځواب نه دې راغلې۔ وفاقی وزیر ووئيل مونږ انتخابی اصلاحات لپاره جوائنټ سېشن پلو مخ په وړاندې روان يو، اپوزیشن سره د خبرو اترو عمل روان دے دغسې چې وخت ضائع نه شي او مونږ په ښه ډول خبري اتري وكړو۔ده ووئيل سپيځلي ټاكني كول زمونږ مقصد دې۔ اپوزیشن اصلاحات شور هم كوي او دې پلو راوړاندې كيږي هم نه،د اپوزیشن په دې رويه نه پوهيږو۔ كه د هغوي زمونږ اصلاحات خوښ نه دي نو خپل اصلاحات دې راوړي، دوي هغه هم نه كوي۔ده ووئيل په دې معاملات كښې بدلون ته اړتيا ده، اپوزیشن په جلسو كښې د ژړا په ځائې دې خپل سنجیدہ کردار ترسره كړي، اپوزیشن بايد سنجیدګۍ سره خبرو اترو پلو راوړاندې شي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د وفاقی کابینې په غونډه كښې پینډورا پیپرز په معامله بریفنګ ورګړې شوي۔په دې معامله په ابتدائی توګه د وزیراعظم انسپکشن کمېشن ترمخه يو سیل جوړ شوې دے، پینډورا پیپرز كښې 700 څخه زياتو پاکستانیانو نامې شامل دي، د هغوي کیټیګریز جوړ شوې دي۔په وړومبي کیټیګري كښې هغه كسان دي كومو چې خپلي آف شور کمپنۍ څرګندي كړي۔دې نه پس په دويمه کیټیګري كښې هغه كسان دي كومو چې آف شور کمپنۍ جوړي كړي خو هغه ئې نه دي څرګندي كړي دغسې په دريمه کیټیګري كښې هغه كسان دي كومو چې آف شور کمپنۍ جوړولو سره منی لانډرنګ كړې كوم چې د اېف آئی اے کیس دے۔دغسې داسي وګړي هم شامل دي كومو چې آف شور کمپنۍ نه دي څرګندي كړي۔ د وزیراعظم انسپکشن کمیشن ترمخه جوړ سیل به په دغې كار كوي دغسې نوري ادارې اېف بی آر، ایف آئی اے او نیب هم خپل خپل كار كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ایل پی جی بهر هېواد څخه درآمد کیږي،د هغې بيعه زياته شوي،د نړيوالو منډيو بيعه وزیراعظم ته وړاندې شوي۔دغسې د نورو څيزونو بيعي هم كتلې كيږي۔ كه په نړيوالو منډيو كښې د پام آئل بيعه 518 ډالره څخه زياتيدو سره 1200 ډالره ته ورسي نو د دې اثرات به دلته هم مرتب كيږي۔ نړيوالو منډيو كښې د بيعو تقابلی جاج بايد د كوټلي ګراف په صورت كښې جاري كړې شي،زه د دې سره اتفاق کوم۔ وزیراعظم هم وئيلي دي چې انټرنیشنل مارکیټ كښې د بيعو تقابلی جاج بايدج واخستلې شي دغسې چې اولس ته معلومات ترلاسه شي۔ده ووئيل دا مهال مونږ دالونه د بهر هېواد څخه راغواړو، زمونږ بمپر فصلونه كيږي خو زمونږ آبادي هم هر كال زياتيږي،زمونږ د برآمدات او لارج اسکیل مینوفیکچرنګ كښې چې څه ډول اضافه كيږي،دې سره به د ګرانۍ اثرات هم كم شي۔ ځيني عارضي څيزونو په وجه د ډالر بيعه زياتيږي،مونږ سږ كال ویکسین هم درآمد کړې دي،كله چې خرڅونه كم شي نو په ډالر به پریشر هم ختم شي۔ده ووئيل قانون د شخصیات لپاره نه ، بايد د ادارو لپاره جوړ شي،بايد د اوږدې مودي قوانین جوړ شي، او د كوم تن لپاره كومه قاون سازي ونه كړې شي۔ وزیراعظم کمټمنټ هم دغه دے، احتساب لپاره زمونږ د کمټمنټ وړومبې شرط دا دے چې د هغې د آزادۍ پلو ګوته پورته نه كړې شي۔د نيب موجودہ چیئرمېن تقرري پی ایم ایل این او پیپلز ګوند كړې وه،د هغوي كيسونه وړاندې څخه جوړ شوې دي، مونږ كوم نوې كيس نه دې جوړ كړې ، نه په پلټنو اثر انداز شوې يو،زمونږ د جوډیشری او نیب څخه يوه غوښتنه ده چې د مقدمو د ورځي په بنيادونو سماعت وكړې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د اوږدې مودي راهسې ډاکټرز احتجاج ته اولسي پذیرائی نه ترلاسه كيږي، هغوي تندۍ سره د ځيني كسانو په وجه خپل ساکھ ختموي،بايد دا ډول پېښي ونه كړې شي۔په ګډه خبرې اترې وكړې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د پنجاب هیلتھ ډیپارټمنټ 40 زره نوكرۍ وركړې دي، پی ټی آئی د درې كلونو په مهال د يو كروړ څخه زياتي نوكرۍ وركړې دي، 16 نيم لكهه يواځي بهر هېوادونو ته تللي دي۔
اپوزیشن دې په اولسي غونډو كښې د ژړا په ځاے پارلمان كښې خپل كردار ترسره كړي، شهباز شریف پخپله د نیب ملزم دے د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن میډیا بریفنګ
مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria