اسلام آباد 15 مارچ (اے پی پی)د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي وئېلي دي پا??ستان د نيوكليئر سپلائرز ډلې(اېن اېس جي) غړيتوب لپاره پھ بې پرې پريكړه باور لري٬ اېډوانس صلاحيتونه لرونكو پرمختګ كوونكو هېوادونو ته د انټرنېشنل ايكسپورټ كنټرول رجيم په ګورننس كښې ګډون له بايد يو ډول موقعې وركړی شي۔د تېرو څلورو كلونو په مهال پا??ستان غوښتې شوې مهارت ترلاسه كړې او هغه په ايكسپورټ كنټرول تنظيمونو كښې د شموليت اهليت لري۔قرارداد 1540 په لويه كچه د تباهۍ خپرونكو وسلو ناوړه كارولو او د ترسيل او اړوندو مواد وپه اړه شعور بېدارولو له مهم كردار ترسره كړی۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د يو اېن سلامتي كونسل قرارداد 1540 په اړه د سيمه ايز سيمينار اختتامي ناستې ته خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل 1540 كمېټۍ او په پوهانو مشتملې ډلې په قرارداد عملدرآمد كولو له رياستونو او نړيوالو سيمه ايزو تنظيمونو سره مثبته مرسته كړې دا ګام يو شمېر رياستونو لپاره ګټور ثابت شوې۔طارق فاطمي د دې لوظ پخلي كولو سره ووئيل پا??ستان په دې څانګو كښې پوهه او تجربې څخه نورو ته د ګټه رسولو او د تكنيكي مرستې رسنې له چمتو دے۔ده په سېمينار كښې د نړيوالو تنظيمونو ګډون ستائنه وكړه او په قرارداد 1540 عملدرآمد كښې يې د نړيوالو تنظيمونو اهميت ومنلو۔طارق فاطمي ووئيل پا??ستان په دې خبره باور لري چې په لويه كچه تباهي خپرونكې وسلې ته د رسنې په خطر قابو موندلو له ګامونه د پرمختګ كوونكو هېوادونو مقاصدو لپاره د ستراتېژېكي موادو او ټېكنالوجيز كارولو ته د رسنې په لاره كښې خنډان جوړ نه شي٬دې لپاره پا??ستان د سلامتيا او پرمختګ ضرورتونو ترمينځه د صحيح توازن په ځاې ساتلو وكالت كوي۔
پاكستان د نيوكليئر سپلائرز ډلې غړيتوب لپاره په بې پرې پريكړه باور لري۔د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال