اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پاكستان او چين شركت د شريكې دوستې بې مثاله سفر دے ، د يو بل غېر متزلزل ملاتړ، په يو بل باور او د يو بل د احترام په بنياد زمونږ د دوستې ت??ريخ ځانګړې حيثيت لري كومه چې د اووه لسيزو څخه نسل در نسل زمونږ مشرانو او اولس پرله پسې مخ په وړاندې بو??للې ده، دا قوي ورورولي په يو قوي او فعاله تل پاتې ت??ويراتي معاون شركت كښې بدله شوې. ده دا خبره د چين په نامتو ورځپاڼه ” ګلوبل ټائمز “كښې د خالي په ورځ خپور شوي يو مضمون كښې كړې ده. وزيراعظم ووئيل چې زمونږ روابط ازمائيل شوي او تل پاتې دي. تېر كال زمونږ د سفارتي اړيكو د 70مې سالګرې لويو دستورو زمونږ دوستې ته نوې قوت او ولوله وربخښلې. ده ووئيل چې په پاكستان كښې مونږ لپ??ره چين سره اړيكې زمونږ د خارجه پالېسې بنيادي ستن د?? كومه چې په ټول سياسي ملاتړ لري او زه دا خبره پوره باور سر?? كولې شمم چې زمونږ اولس د دې دوستې د حقيقي قدر بشپړه ادراك لري او د دې لا ودې لپ??ره جذبې سره خپل كردار ترسر?? كوي. د دې دوستې ژورتيا او استحكام څرګندونې په اړه يو شمېر خاص ضرب المثل وضع كړې شوي دي. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې هغه به په راتلونكو يو څو ورځو كښې د سرمائي اولمپك لوبو د پرانستې په دستوره كښې ګډون كولو لپ??ره د بيجنګ دور?? كوي. په خپله د يو لوبغاړي په حېث هغه د دې جذبې نه خبر دے كومه چې په يو قوم كښې د اولمپك لوبو په شان مقابلې سره پېدا كېږي. زه ګڼم چې لوبې د يووالي عنصر وي او بايد دا د سياست نه بالا وي. وزيراعظم د دې لوي ايونټ پ?? كوربتوب د چين مشرتابه او اولس ته مباركي وركړه او د ټولو ګډون كوونكو صحت و تحفظ او كامياب لوبو لپ??ره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه.
د پاكستان او چين شركت د شريكې دوستې بې مثاله سفر دے، لوبې د يووالي عنصر وي. وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر