وزيراعظم شهباز شريف صدر عارف علوي ته په 5 صفحو او 7 نكتو مشتمله ځوابي چيټۍ وليكله


اسلام آباد۔26مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف صدر عارف علوي ته په 5 صفحو او 7 نكتو مشتمله ځوابي چيټۍ وليكله په کومه کښې چې وئیل شوي چې د صدر لخوا لیکلے شوے خط د هغه د منصب عکاسي نه كوي بلکې د تحریک انصاف پرېس ريليز ښكاري٬ صدر د آئين آرټيكل 48 شق (1) لاندې د كابينې يا د وزيراعظم د اېډيواس له مخې د كار كولو پابند دے ٬ د وفاقي حكومت انتظامي اختيار په كارولو كښې وزيراعظم د صدر د مشاورت پابند نه دے٬ وفاقي حكومت خپلو آئيني ذمه وارو څخه ښه خبر دے٬ د دې احترام او دفاع كولو په لوظ ولاړ دے٬ حكومت عزم لري چې چا ته به د قانون په لاس كښې د اخستو او پاكستان ته د نه پوره كېدونكي زيان رسولو اجازه ورنكړے شي٬ په آئيني توګه د ټاكلې شوي حكومت كمزوري كولو هره هڅه به ناكامه كوؤ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې صدر عارف علوي وزيراعظم شهباز شريف ته د روانې مياشتې په 24 مه نېټه خط ليكلې وو۔ په ځواب كښې وزيراعظم صدر علوي ته وليكل چې زه په دې وئيلو مجبور يم چې خط د تحريك انصاف پرېس ريليز ښكاري۔ ستاسو خط ستاسو د منصب عكاسي نه كوي٬ تاسو پرله پسې هم داسې كوۍ۔ وزیر اعظم وليكل چې په 3 اپرېل 2022 تاسو قومي اسمبلي تحليل كولو سره د وزيراعظم په غېر آئيني هدايت عمل وكړو۔ ستا دغه حكم سپریم کورټ په 7 اپرېل غېر آئيني وګرځولو۔ د آرټیکل 91 شق5 لاندې ما څخه د سوګند اخستو په معامله كښې هم تاسو خپلې آئيني ذمه وارۍ ترسره كولو كښې ناكامه پاتې شوۍ۔ وزیر اعظم وليكل ستاسو د خط لهجې زه په ځواب وركولو مجبور كړے يم۔ د بشري حقونو خلاف ورزيو حواله ستاسو د يو ګوند د سياستدانانو او كارمندانو په اړه ده، د آئین آرټیکل 10 اے او 4 لاندې د آئين او قانون مطلوبه تحفظ ټولو وګړو ته وركړے شوے دے٬ قانون نافذ كوؤنكو ادارو رياستي عملدارۍ لپاره د قانون او امن عامه نفاذ په مطلوبه ضابطو سختۍ سره عمل كړې دې۔ وزیر اعظم ليكلي چې د جماعتي تړون په سبب تاسو په قانون نافذ كوؤنكو ادارو بريدونه بېخې شاته كړي دي۔ تاسو نجي او سركاري املاكو ته زيان رسول ٬ د اړي ګړي رامخې ته كوله هڅه بېخي هېره كړه٬ د پي ټي آئي د هېواد په معاشي توګه ډيفالټ كولو ته د نزدې كولو هڅه تاسو نظر انداز كړه۔ وزيراعظم ووئيل د يو صدر په حېث تاسو يو وارې هم د عمران خان د عدالتي حكمونو نه منلو او د دې په عملي كوؤنكو د بريدونو غندنه ونكړه ، د عدالت د حكم په ضد د كوم سياسي ګوند لخوا دا ډول عسكريت خوښي كله هم نه ده ليدلې شوې٬ زمونږ حكومت د آئين آرټيكل 19 له مخې په آزادی اظهار بشپړ باور لري خو دا به د آئين د حد دننه وي ، كله چې اقتدار پي ټي آئي سره وو نو تاسو په دې اړه كله هم غږ پورته نه كړو٬ ستاسو پام د هیومن رائټس واچ كلن رپورټ 2022 پلو ګرځول غواړم ٬ په رپورټ كښې ليكلي شوي وو چې د پاكستان حكومت د ميډيا كنټرول كولو هڅې ګړندۍ كړې دي ، په رپورټ كښې ليكلي شوي وو چې پي ټي آئي اختلاف رايې د پښو لاندې كول غواړي٬ د پي ټي آئي په حكومت كښی د بشري حقونو قومي كمېشن معطل پاتے شو٬ د بشري حقونو قومي كمېشن رپورټ په پي ټي آئي حكومت فرد جرم دے٬ د بشري حقونو نړيوالو ادارو يو شمېر رپورټس كښې د پي ټي آئي حكومت د خلاف ورزيو ريكارډ موجود دے۔ په رانا ثناﺀ الله د نشائي توكو د دروغو مقدمه جوړه كړې شوه چې سزا يۍ مرګ دے٬ د يو پخواني وزيراعظم د كورنۍ مېرمن هم معاف نه كړې شوه٬ افسوس په دې خبره دې چې د پاكستان د صدر په حېث تاسو يو وارې هم په دې كښې د كومې هم پېښې په ضد غږ پورته نه كړو۔ ستاسو د خط ځواب ځكه دركوم چې ستاسو يو اړخيزه رويه منكشف كړم۔ وزيراعظم وليكل چې د پي ټي آئي لخوا تاسو د پنجاب او خېبر پښتونخوا اسملبيو ټول ټاكنو نېټه وركړه٬ ستا دا پرېكړه سپريم كورټ د مارچ په اولنۍ نېټه مسترد كړه٬ تا په دوه صوبو كښې په بدنيتۍ سره د اسمبليو په تحليل كېدو اندېښنه ښكاره نه كړه٬ دا هر څه تاسو د پي ټي آئي د چيئرمېن ضد پوره كولو او د هغه د تكبر د تسكين په خاطر وكړل۔ تاسو دا سوچ هم ونكړو چې د دوه صوبائي اسمبليو ټاكنې وړاندې كولو سره به هېواد نوي آئيني بحران سره مخ شي۔ تاسو د آرټيكل 218 كلاز (3) لاندې د سپېځلې ٬ آزادانه او بې پرې ټاكنو كولو تقاضا هم نظر انداز كړه۔ ستاسو دا عمل د صدر د آئيني كردار له مخې نه دے۔ الېکشن کمېشن په 8 اکتوبر2023 په پنجاب كښې د ټاكنو كولو نېټه وركړې ده٬ ټولو وفاقي او صوبائي ادارو اړوند معلومات الېكشن كمېشن ته وركړې دي٬ د ټاكنو كولو ذمه واري آئين الېكشن كمېشن ته سپارلې ده۔ الېکشن کمېشن له دا پرېكړه كول دي چې د آرټيكل 218 لاندې ټاكنو كولو لپاره سازګار چاپېريال موجود دے۔ صدر په خپل خطاب كښې د تېر حكومت د وفاقي وزيرانو په ناوړه رويه اعتراض ونكړو٬ د تېر حكومت وزيران پرله پسې د الېكشن كمېشن په اختيار او وقار بريدونه كوي۔ د آئین د آرټیکل 46 او رولز آف بزنس شق15 (5) بی په اړه د صدر تشريح سمه نه ده ، د صدر او وزیراعظم ترمينځه د مشاورت په اړه ستاسو خبره سمه نه ده۔ ٬ صدر د آئين آرټيكل 48 شق (1) لاندې د كابينې يا د وزيراعظم د اېډيواس له مخې د كار كولو پابند دے ٬ د وفاقي حكومت انتظامي اختيار په كارولو كښې وزيراعظم د صدر د مشاورت پابند نه دے۔ وزیراعظم وليكل چې جناب صدر زه او وفاقي حكومت خپلو آئيني ذمه وارو څخه ښه خبر يؤ٬ د آئين د بشړه خيال ساتلو او دفاع په لوظ كلك ولاړ يؤ٬ په آئین كښې درج د هر وګړي د بشري حقونو په تحفظ كاربند يؤ٬ حكومت عزم لري چې چا ته به د قانون په لاس كښې د اخستو او رياست پاكستان ته د نه پوره كېدونكي زيان رسولو اجازه نه وركوؤ۔ تاسو ته باور دركوم چې په آئيني توګه د ټاكلي حكومت كمزوري كولو هره هڅه به ناكامه كوؤ۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس