اسلام آباد۔18جولائی (اے پی پی) د سېنېټ مرستيال چيئرمېن سيد??ل خان د سي پېك، ګوادر بندر او چين سره د مرستې بېلا بېلې پروژې مثالي بللې او وئيلي يې دي چې د چين د پرمختګ او سوكالۍ نوې تګلاره په سيمه كښې مثبت اثرات لري او دا سيمه به د پرمختګ يو نوے دور وويني۔ د چين د ميډيا ګروپ سي جي ټي اېن اردو پروګرام “ټاپ ويو” سره د ځانګړې مرکې په مهال نوموړي ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف د خپل پلاوي سره په دې وروستيو کښې ?? چين يوه کاميابه دوره کړې ده چې پكښې ?? سي پېک د فېز ټو نه علاوه د عصري چين اقتصادی نظام څخه استفاده كولو له د تفاهم يو شمېر يادښتونه لاس ليك كړې شوي دي چې پاکستان ته به يۍ زياته ګټه ورسي۔ ده ووئيل دا دوره به د كرنې ٬ دفاع ٬ روغتييا او انفراسټركچر په شمول په بېلو څانګو مثبت اثرات مرتب كړي۔ ده ووئيل د دې دورې په مهال تاريخي لوظنامې وشوې چې ورسره به معاشي وژن وده ومومي او دا ټولې منصوبې به كاميابۍ سره سر ته ورسي۔ په ګوادر كښې ?? نړيوالې سرمايه كارۍ موقعو او پرمختګ په اړه دوهم چيئرمېن سيد??ل خان ووئيل سي پېك سره به پاكستان او د ګودار اولس ته ګټه ورسي٬ د ګوادر ځايې وګړي دې منصوبې ته هركلې وايي۔ ده ووئيل د دې منصوبې په ضد چې كومه منفي پروپېګنډا روانه وه حكومت په فعاله ډول هغه ختمه كړه۔ ده ووئيل د بلوچستان زده كوؤنكي د چين په بېلو ادارو كښې ??ده كړې ترلاسه كوي او ددې ګټه به پاكستان او د بلوچستان اولس ته ورسي۔ د سېنېټ چيئرمېن د پاكستان او چين ملګرتيا د يو مضبوط غر په څير ګرځولو سره ووئيل دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې ?? يو بل ملګرتيا كړې ده۔ په دې موقعه د سېنېټ چيئرمېن په پاكستان كښې ?? مېشته معدنياتو په خاص توګه ذكر وكړو۔ ده ووئيل پاك پروردګار پاكستان او بلوچستان ته بلها معدنيات وركړې دي او پاكستان د نړۍ ??وهم هېواد دے په كوم كښې چې په بلوچستان ٬ سندھ او خېبرپښتونخوا كښې ??يات معدنيات موندلې شي۔ د معدنیات په څانګه كښې ??ه اړيكې لا زياتول وي۔ ده ووئيل سي پېك او ګوادر د ملګرتيا او باور يو عظيم مثال دے او ددې د لارې مونږ د ژوند په هره څانګه كښې ??دلون راوستلو سره د اولس د ژوند معيار ښه كولې شؤ۔
د چين عصري پرمختګ او سوكالي په سيمه مثبت اثرات لري٬ د سينيټ دوهم چيئرمين چينائي ميډيا ګروپ سره خاص مركه
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن