اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې او محصولات سلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ د حكومت لخوا كروندګرو له د پنځوس اربه روپو زرعي پېكج د هدف په بنياد وېشلو لپاره د مرستې باور وركړے او وئيلي ئې دي زرعي څانګې لپاره د مرستې د پېكج مقصد كروندګرو له ريليف وركول دي. ده دا خبرې د ګل په ورځ د فارمرز اېسوس?? اېشن آف پاكستان پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې. په دې موقع د حكومت د اقتصادي ډلې نور غړي هم موجود وو. ډاكټر عبدالحفيظ شېخ پلاوي له باور وركړو چې د 50 اربه روپو د ماليت زرعي پېكج به د هدف په بنياد ويشلې شي. ده ووئيل د مرستې د پېكج نېغ په نېغه وېش لا هم د حكومت په مهمو اهدافو كښې شامل دے. د ملاقات په مهال د وزيراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد، د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر، د فارمرز اېسوس?? اېشن چيئرمېن، خارجه وزير شاه محمود قريشي، د اېسوس?? اېشن وائس چيئرمېن او د پنجاب د مېنجمنټ او وظيفه ائې چارو د پرمختګ وزير مخدوم جسېن جهانيا ګردېزي، د اېسوس?? اېشن منېجنګ ډائرېكټر ملك آفاق ټوانه، ډائرېكټر افضل حېدر رضوي، د خزانې سېكرټري نويد كامران بلوچ او د اېف بي آر چيئرپرسن نوشين جاوېد هم موجود وو. د وزيراعظم سلاحكار د پلاوي لخوا د بېلا بېلو تجويزونو هركلے وك??و. ??ه ووئيل حكومت به د 50 اربه روپو د ماليت ??ېكج وېشلو لپاره د اړوندو ډلو په مشوره په تجويزونو او وړاندېزونو عمل كوي. د دې نه علاوه حكومت به د غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزارت لخوا كروندګرو ته د نور ريليف وركولو په وړاندېزونو هم غور كوي چې دغسې زرعي څانګه وده وكړ?? او كروندګرو ته هم ګټه ورسي. ده ووئيل د كورونا وائرس د وبا نه پس په دې صورتحال كښې د ملازمتونو موقعې زياتولو، پرمختګ، غربت كمولو او د غدائي سلامتيا ودې
د وزيراعظم د خزانې او محصولات سلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ د پنځوس اربه روپو زرعي پېكج د هدف په بنياد د وېشلو لپاره د مرستې باور وركړو
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات