اسلام آباد 16 مئی (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د لوے څښتن په فضل او كرم سره پاكستان معاشي استحكام پلو روان دے٬ د بهرنۍ سرمايه كارۍ وده او په سفارتي ډګر كاميابۍ د ټولې حكومتي ډلې درناوے دے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د مسلم ليګ(ن)د قامي اسمبلۍ غړو غونډه وشوه چې پكښې وزيراعظم د حكومت معاشي پالېسو٬بهرنۍ سرمايه كارۍ او سياسي صورتحال په اړه غړي په اعتماد كښې واخستل۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو هم ګډون كولو۔د قامي اسمبلۍ غړو د وزيراعظم په مشرۍ كښې د هېواد معاشي استحكام لپاره په اقدامات او په سفارتي ډګر په كاميابو وزيراعظم ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔په غونډه كښې د هېواد موجوده صورتحال په اړه مشاورت وشو۔وزيراعظم ووئيل د لوے څښتن په فضل او كرم پاكستان معاشي استحكام پلو روان دے٬د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودې او په سفارتي ډګر د كاميابو درناوے د حكومتي ډلې دے۔وزيراعظم ووئيل زه باور لرم كه داسې محنت روان و نو د پاكستان معاشي حالات به ډېر زر ښه شي او پوره هڅه ده چې اولس ته د زيات نه زيات رېليف وركړو۔وزيراعظم د وفاقي وزيرانو او د قامي اسمبلۍ غړو په غونډه كښې د ګډون هم مننه وكړه۔
پاكستان د معاشي استحكام پلو روان دے٬د بهرنۍ سرمايه كارۍ وده او په سفارتي ډګر كاميابۍ د ټولې حكومتي ډلې درناوې دے۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د مسلم ليګ(ن)د قامي اسمبلۍ غړو غونډه
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil