اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) د پارليماني چارو وزير علي محمد خان وئيلي دي پاكس??ان او زمونږ د قامي سلامتيا ادارې ففت جنرېش وار سره مخ دي۔ مونږ له به دا مهال خپل سياسي اختلافات يو اړخ ته كولو سره د يو قام په حېث ځواب وركول وي۔ د سي پېک ترسېوري لاندې د منځنۍ آسيا هېوادونو ته رسنه افغانس??ان كښې امن سره تړلې ده۔ پاكس??ان به افغانس??ان كښې امن او استحكام لپاره ټولې ممكنه هڅې كوي۔ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې هغه ووئيل افغانس??ان كښې امن سره د ټولې منطقې امن تړلے دے۔ كه افغانس??ان كښې امن وي نو ټوله منطقه كښې به امن وي۔ پاکس??ان به افغانس??ان كښې امن او استحكام لپاره ټولې ممكنه هڅې كوي خو مونږ د كوم كار لپاره هغوي مجبورولې نه شؤ۔ د افغانس??ان د سباؤن پرېكړه به افغان اولس له خپله كول وي۔ كه افغان اولس دامهال سمې پرېكړې وكړې نو دا به د راتلونكو نسلونو په ګټه وي۔ علي محمد خان ووئيل د افغان جنګ د لاسه زيات زيان پاكس??ان ته رسېدلے دے۔ كه دغلته ناامني خپره شي نو په پاكس??ان به ئې نېغ په نېغه اغېز وي ځكه پاكس??ان افغانس??ان كښې امن غواړي۔ هغه ووئيل مونږ غواړو چې افغانس??ان كښې بيا خانه جنګي نه وي۔ اوس د افغان اولس حق دے چې قلم هغوي ته لاس كښې وركړې شي او هغوي د پرمختګ په لاره روان شي۔ هغه ووئيل پاكس??ان افغانس??ان سره پخوانۍ اړيكې لري۔ پاکس??ان د امريكا او طالبان ترمينځه امن لوظنامه او انټرا افغان ډائيلاګ كښې بنيادي كردار ترسره كړې۔ مونږ لپاره افغانس??ان كښې څوك فېورټ نشته۔ هغه ووئيل غواړو چې افغانس??ان كښې داسې حكومت جوړ شي په كوم كښې چې د ټولو ډلو نمائندګي وي دغسې ??ې شخړه ختمه شي او افغان اولس خوشحاله شي
د افغانستان د سباؤن پرېكړه به افغان اولس پخپله كوي ٬ كه افغان اولس دا مهال سمې پرېكړې وكړې نو دا به د راتلونكې نسلونو په ګټه وي۔ د پارليماني چارو وزير علي محمد خان
مضمون کا ماخذ : apostas quina