اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خا?? وئيلي دي چې د نړۍ افغانس??ان ته پاملرنه نه كولو سره انساني الميه رامخې ته كېدې شي٬ د افغانس??ان يو كروړ 40 لكه اولس مرستې ته سترګې په لار دي٬ هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو و کشمير كښې 8 لكه كشميري وګړي د بنديوانو په څير په ژوند كولو مجبور كړې دي٬ د دوئي ??اد?? د د يوې لوي بندي خا??ې منظر وړاندې كوي، د کشمير مسئله به په هر فورم رامخې ته كوٶ٬ زما د سياست مقصد پاکس??ان د كرپټ واكمنو او مافياز نه پاكولو سره په صيحيح معنو كښې يو اسلامي فلاحي رياست جوړول دي، نبي کريمۖ زما رول ماډل دے، هڅه كوم چې پاكس??ان فلاحي رياست جوړ كړم٬ د نبي کريمۖ تعليمات عام كولو لپاره رحمت اللعالمينۖ اتھارټي جوړه كړې شوې،د قانون د حکمرانۍ نه غېر يوه ټولنه مهذبه نشي جوړېدې، زما ټولې ستړې د اشرافيه په ضد دي، په پاکس??ان دوه كرپټ كورنيو حكومت كړې٬ د كورونا له امله ګرده نړۍ ستونزمنې وضعې سره مخ ده، ترهګري كوم مذهب سره تعلق نه لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده الجزيره ټي وي سره خپله مركه كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل عدل و انصاف او د قانون حکمراني د مهذبو ټولنو بنيادي اقدار وي، زما د سياست مقصد پاکس??ان د كرپټ واكمنو او مافياز نه پاكولو سره په صيحيح معنو كښې يو اسلامي فلاحي رياست جوړول دي۔ ده ووئيل افغانس??ان يو شمېر بحرانونو سره مخ دے٬ د افغانس??ان وضعه اندېښمنه ده٬ پاکس??ان كښی د وړاندې نه 30 لكه افغان كډوال مېشته دي٬ نړۍ كه افغانس??ان ته پاملرنه ونكړه نو انساني الميه رامخې ته كېدې شي، په نائن الېون كښې يو افغان وګړې ككړ نه و خو په افغانس??ان د امريکې تپلې شوې جنګ يو جنوني عمل ٶ۔ ده ووئيل امريکې په افغانس??ان كښې تش د نامې جنګ د لارې 20 كاله قبضه كړې٬ پوهه نه شو چې امريکې په افغانس??ان كښې څه هدفونه ترلاسه كول غوښتل، يو كروړ 40 لكه افغان وګړي مرستې ته سترګې په لاره دي او امريكې له اوس د افغانانو لاس پرېښودل پكار نه دي۔ وزيراعظم ووئيل هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو و كشمير كښې د بشري حقونو٬ نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو سنګين خلاف ورزۍ كوي٬ چرته چې اتيا لكه كشمريان په خلاص زندان كښې ژوند كوي او اته لكه هندي عسكرو دوي په پرانستي زندان كښې بنديوان ساتلې دي، مونږ به دا معامله په هر فورم پورته كوٶ٬ مونږ دا معامله د اسلامي مرستې تنظيم كښې پورته كړې او اسلامي هې??اد??نو سره مو خبره هم كړې ده، اسلامي هې??اد??نه هند سره خپلې خپلې اړيكې لري او تاسو دوي څخه څه زياته توقع نشۍ كولې خو پاكس??ان د خپل اړخه دا خپل فرض ګڼي چې د كشمير كشاله په هر فورم پورته كړي۔ ده ووئيل څه چې په كشمير كښې روان دي ھغه مو په نړيواله كچه پورته كړي۔ وزيراعظم ووئيل ما شل كاله د كركټ لوبه كړې٬ د ورلډ كپ ګټلو نه پس د اطمينان احساس شوې، لوبه تاسو ته د مشكل حالاتو مقابله كول ښائي ، ستاسو ناكامۍ ښه استاذ دے چې تاسو ته مقابله كول زده كوي۔ وزيراعظم عمران خا?? ووئيل زما مور پاكس??ان د يو عظيم هېواد په توګه ليدل غوښتل٬ د مور د مرګ نه پس مې د كېنسر روغتون جوړولو پرېكړه كړې۔ ده ووئيل يوه ټولنه د قانون د حكمرانۍ نه غېر نشي قائم پاتې كېدې او كرپشن هېواد وېجاړوي، پاکس??ان د وسائلو كمې نه لري٬ د هېواد د بدحالۍ ذمه وار بهټو او شريف كورنۍ دي٬ دوي د وسائلو ناجائزه استعمال كړې٬ مونږ هېواد سوكاله جوړول غواړو، زمونږ مقابله دوه داسې كورنيو سره ده كوم چې ډېر شتمند دي، بھټو او شريف كورنۍ سياست كورنې نظام جوړول غواړي او د پاكس??ان د بدحالۍ ذمه واور هم دا دواړه كورنۍ دي۔ ده ووئيل د چينو په سكېنډل حكومت په حركت كښې راغلے كه د وزيرانو په ضد د بدعنوانۍ تورونه رامخې ته شول نو خپله به سپېځلې تحقيقات كوم۔ وزيراعظم عمران خا?? ووئيل زما پلار د پاكس??ان د خپل نوعيت وړومبې انجينئرنګ کنسلټنسي فرم جوړ كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل د بي جے پي واكداران هند او منطقې لپاره خطرناك دي٬ په هند كښې د بي جے پي حكومت دے كوم ??ې فاشسټ ګوند دې٬ كه هند په پاكس??ان بريد كوي نو پاكس??ان به ھغه هومره موثره ځواب وركوي څومره چې ئې په فروري كال 2019 كښې وركړې ٶ۔ د کورونا پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل ما او زما كورودانې ته په يو ځائ كرونا شوې وه٬ پنځه ورځې سختې وې، په اوومه ورځ مې بيا كار كولو، بشپړه بحالۍ كښې اته ٬ نهه ورځې لګېدلې٬ د کورونا وباء په مهال د سمارټ لاك ډاٶن پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل د ھغې صرف يوه وجه وه چې ما نه غوښتل كه چرې ما هېواد بند كړې وو نو د دياړمارو به څه كېدل٬ د چا د كورنيو ګزارا چې د دوي په امروزه ګټه كېږي٬ كه معيشت مې بند كړې وې نو د ټېكسي٬ ركشه ډرائيور او د چهابړي والو به څه كېدل څوك چې د خپلو كورنيو پالنه كوي، ما بې وزله طبقې زيانمنې كول نه غوښتل٬ مونږ د سمارټ لاك ډاٶن لائحه خپله كړه او په ځينې سيمو كښې مو لاك ډاٶن وكړو، ما دا نشو برداشت كولې٬ چې دغه خلق د لوږې نه مړه شي۔ ده ووئيل يو خوا تاسو د كورونا نه خلق بچ كول نو بلخوا ھغوي د لوږې نه مړه كېږې، زه داسې كولو له تيار نه وم۔ وزيراعظم د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل زده درې كاله ډېر مصروف وم او زما كوم سماجي مصروفيات نه ٶ٬ يو آپشن و چې زه غره ايزو سيمو ته لاړ شم٬ عمر له زما رجحان ماحول پلو ٶ٬ ځكه چې ما ته معلومه ده چې پاكس??ان د نړۍ زيات ښكلے غره ايز مناظر لري٬ زه د سوئټزرلېنډ او اسټريا پشمول د نړۍ هر ځائ ته تللې خو ھغه ښكلا چرته هم نشته كوم چې د پاكس??ان په هماليه٬ قراقرم او نورو غره ايزو سلسلو كښې ده۔ ده ووئيل ما تل د حكومتونو لخوا د ځنګلو او د اونو پرې كولو د اجازې وركولو په اړه سوچ كولو، كوم چې د ماحولياتي تنزلۍ٬ د ماحول خرابۍ او د ځنګلي حيات د خاتمې سبب جوړېږي، او دا مې لوظ وكړو چې كه ما ته موقع ترلاسه شوه نو زه به بيا په هېواد كښې ځنګلې لګوم دغسې چې ځنګلي حيات بېرته راستون شي، هم دا وجه وه چې مونږ بلين ټري سونامي منصوبه پېل كړه٬ مونږ تر اوسه دوه نيم اربه بوټي نال كړي دي٬ د روايتي پاکستاني لباس اچولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم عمران خا?? ووئيل زه د هېواد وزيراعظم يم، د 90 فيصده نه زيات خلق روايتي لباس استعمالوي، زه د خپل اولس نمائندګي كوم٬ زما اولس چې څنګه كپړې كوي زه هم ھغسې كوم
د نړۍ افغانستان ته پاملرنه نه كولو سره انساني الميه رامخې ته كېدې شي٬ 80 لكه كشميري وګړي د بنديوانو په څير په ژوند كولو مجبور دي٬ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔