اسلام آباد 13جون (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبدالشكور وئېلي دي چې په هند كښې د نبي كريم (ص)په شان كښې ګستاخي او هلته د اقليتونو په خاص توګه د مسلمانانو په ضد په جبر او تشدد د بشري حقونو د علمبردار خاموشي افسوس ناكه ده۔ د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې په بحث كښې برخه اخستلو سره مفتي عبدالشكور ووئيل چې د نبي پاك(ص)نامه چې راځي نو بيا اختلافات٬شخړې٬تفريق ختمولو سره ټول اسلامي امت په حرمت رسول او ناموس رسول(ص)باندې ځان قربانولو لپاره يوځاې كېږي۔ د بشري حقونو علمبردار نن د رسول پاك(ص)په شان كښې په ګستاخۍ خاموش تماشائي دي۔ په هند كښې اقليتونه غېر محفوظ دي٬هلته په مسلمانانو ظلمونه كېږي٬د نبي كريم(ص)په شان كښې ګستاخي ټولې اسلامي نړۍ لپاره يو چېلنج دے۔ ده ووئيل چې پاكستان د اسلام په نامه جوړ شوے٬ذوالفقار علي بهټو ټوله اسلامي نړۍ رايوځاې كړې وه او اوس به د هغه نواسې دا بېرغ پورته كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف دې په نړۍ كښې دا مسئله پورته كړي٬د نبي كريم(ص)په ناموس زمونږ ځان هم قربان دے٬هند له د ځواب وركولو وخت راغلے
د نبي كريم (ص)په ناموس زمونږ ځان هم قربان٬هند ته د ځواب وركولو وخت راغلے۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبدالشكور
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II