اسلام اباد۔22فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب په کوهلو سيمه کښې د ترهګرو په ضدي عملياتو کښې د کېپټن حېدر عباس په شهادت د ژور خپګان او خواشينۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې زمونږ امنيتي ځواکونه د ترهګرۍ په بشپړه توګه له منځه وړلو عزم لري۔ هغه ووئيل د هېواد په دفاع خپل ځانونه قربانوؤنكي زمونږ اتلان دي، د شهیدانو وینه به بې ځایه نه ځي۔ هغه ووئيل كېپټن حېدر عباس د خپل ژوند پروا ونه کړه او ترهګر یې دوزخ ته ولېږل.
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل