اسلام آباد۔24جون(اے پی پی) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير عبد العليم خان او د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه وشوه۔ د ګل په ورځ د سرمايه كارۍ بورډ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې په غونډه كښې چين څخه په پ??كس??ان كښې د سرمايه كارۍ په راتللو په “فالو اپ” اقدامات بشپړ غور وكړے شو۔ چینائي كمپنيو سره په رابطه او په “بزنس ټو بزنس” اېم او یوز تر دې دمه په شوي پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې ??وقع د سرمايه كارۍ وفاقي وزير ووئيل د چين دورې په اړه دې بېلو وزارتونو څه زر تر زره ځواب وغوښتلے شي۔ عبدالعلیم خان ووئيل د چينائي كمپنيو او د پ??كس??ان بزنس ادارو ترمينځه زر تر زره جو??ئنټ وېنچرز غواړؤ۔ په غونډه كښې د پټرولېم، روغتيا ٬ صنعت، اطلاعات?? پاور ډویژن، آئی ټی او د بېلو وزارتونو د پېشرفت رپورټ وړاندې ??ړے شو۔ عبدالعلیم خان ووئيل كومو كمپنيو سره جې اېم او يوز نه دي شوي هغوي سره به هم په چين كښې د پ??كس??انو كمپنيو رابطه وكړؤ۔ د تجارت وفاقي وزير ووئيل جام كمال خان ووئيل چینائي سفارت به د دواړو هېوادونو ترمينځه د كاروباري ډلو بامقصده غونډې كوي۔ بیجنګ،شنګھائی، شینزن او ګوانګزو څخه د پاکستانی ټرېډ آفیسرز د اعلی كچې غونډې ته په وېډيو لنك بريفنګ وركړے شو۔ دغسې د بورډ آف انوېسټمنټ وفاقي سېكرتري د اعلی كچ غونډې ته په بېلا بېلو مهمو چارو بريفنګ وركړو۔
د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير عبد العليم خان او د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان په مشرۍ كښې غونډه
مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو