سیالکوټ۔11اګست (اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي آزادي يو لويے نعمت دے بايد مو??ږ د دې قدر وكړؤ ٬ مهذب قامونه د خپلې آزادۍ ورځ په مهذب ډول لمانځي٬ د آزادۍ په ورځ به مو??ږ له ددې عهد پخلې كول وي چې مو??ږ به د كوم هېواد دښمنه عناصر ملګرتيا نه كوؤ۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په سيالكوټ كښې په خپ??ه استوګنه كښې د جشن آزادۍ ك??ك قطع كولو دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د 9 مئي پېښه سوچ سره جوړه كړې شوې يوه منصوبه وه كومه چې ناكامه شوه۔ په كومه كښې چې د پي ټي آئي د مشرتابه پشمول د هغوي وركرانو د شهيدانو په يادګارونو او دفاعي تنصيباتو بريدونه وكړل٬ د شهيدانو مجسمې يۍ ماتې كړې۔ آيا داسې كوؤنكي د قام او هېواد وفادار كېدې شي۔ ده ووئيل دا هېواد زمونږ د پلارانو نيكونو د قربانيو په نتيجه كښې ترلاسه شوے دے٬ ددې تحفظ ٬ تعمير او پرمختګ زمونږ ذمه واري ده۔ دې لپاره به مو??ږ له تعصباتو څخه لرې پاتې كېدو سره كار كول وي۔ ده ووئيل د قائد اعظم محمد علی جناح فرمودات او د شاعر مشرق ډاكټر علامه اقبال فكر د لارې مشال جوړولو سره مو??ږ پاكستان يو عظيم اسلامي هېواد جوړولے شؤ۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے تل د پاكستان حفاظت وفرمائي او دا دې د پرمختګ په لاره روان كړي۔ په دې مهال سيالكوټ څخه ټاكلي شوي د صوبائي اسمبلۍ غړي ??نش??ء بټ، چوهدری فیصل اکرام، چوهدری ارشد جاوید وړائچ، رانا عارف اقبال ہرناء او د شكيله آرتھر په شمول سټی صدر پاکستان مسلم لیګ (ن) رفیق مغل او د مېرمنو ونګ عمومي سېكتره نصرت جمشېد موجود وه۔ د پاکستان مسلم لیګ (ن) ورکرز د دفاع وزير ته خواجه آصف ته ګلدستې هم ډالۍ كړې
د هيواد تحفظ ٬ تعمير او پرمختګ زمونږ ذمه واري ده٬ مونږ له به له هر ډول تعصباتو پرته كار كول وي: خواجه محمد آصف
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن