اسلام آباد 20 اپریل (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوری هيواد څخه د کورونا وائرس ختمولو لپاره د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د حکومت ?? اړخه پورته كړي اقدامات ستائلو سره وئيلي دي حکومت ??ه اولس ، ډاکټرانو، قانون نافذ کوونكو ادارو او د ملګرو هيوادونو په اجتماعی هڅو د وباء په ضد جنګ كښې بريالې كيږي، د وزیراعظم عمران خان په مخلصانه قیادت كښې حکومت ?? کورونا ??خن??وي سر?? سره د هيواد غريب اولس له ریلیف وركولو لپاره كوټلې اقدامات کوي۔د ګل په ورځ پی ټی وی پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې ده ووئيل بلوچستان حکومت ?? وفاقی حکومت په مرسته د دې وباء ??خن??وي لپاره ګامونه پورته كوي او وزیراعظم عمران خان د صوبې وګړو له زيات ریلیف وركولو له چمتو دے۔ ده ووئيل ما پخپله هم د كوئټې ځي??ې سيمو دوره كړې او د ټائیګر فورس په مرسته مو غريب اولس له راشن او مالي مرسته وركړې۔ قاسم خان سوری ووئيل و??یراعظم عمران خان د کورونا صورتحال كښې د هيواد كمزورې طبقې لپاره فکر مند دے او دې لپاره هغه د ریلیف وركولو تاریخی پیکیج اعلان کړے۔ده ووئېل د مستحقو وګړو مالی مرسته كولو ته حكومت پام لرنه كوي او د احساس کیش ایمرجنسی پروګرام د لارې مستحقو كورنيو له سړي سر 12 زره روپۍ وركړې شوي۔ ده ووئيل ټوله نړۍ د دې وباﺀ له امله معاشی چیلنجونو سره مخ ده۔ ده ووئيل د صحت عمله كومه چې په دې وباﺀ كښې د وړومبي صف كردار ترسره كوي هغوي ته سلام كوو او مونږ ټول به دې جنګ كښې په ګډه بريالې كيږو
د قامی اسمبلۍ ډپټې سپيكر قاسم خان سوری پی ټی وی پروګرام كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ