اسلام آباد۔14مارچ(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د سېنېټ ګولډن جوبلي په لړ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې د سېنېټ د تاريخي عكسونو نندارتون پرانسته كړې ۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په عكسي نندارتون كښې كال 1973 څخه تر د كال 2023 د تاريخي سفر عكاسي شوې ۔ ده ووئيل په نندارتون كښې وړاندې كړے شوي عكسونه په سېنېټ كښې د تاريخي پېښو نمائندګي كوي۔ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د نړۍ د تر ټولو لويې پېنټنګ پرانسته هم وكړه۔ دا واټر كلر پېنټنګ 260 فټه دے ٬ دې نه وړاندې پېنټنګ 240 فټ ؤ ۔ د سېنېټ ګولډن جوبلي پرانستې دستوره كښې د سېنېټ چيئرمېن سره د سېنېټ پخوانے چيئرمېن جان محمد جمالي ٬ سېنېټرز ثناﺀ جمالي ٬ شهادت اعوان ٬ بهرمند تنګي ٬ حاجي هدايت الله او د سېنېټ سېكرتري محمد قاسم صمد خان پشمول د سېنېټ اعلی چارواكي هم موجود وو۔
سېنېټ ګولډن جوبلی، د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني په پارليمنټ هاؤس كښې د عكسونو نندارتون پرانسته وكړه
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج