اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو ٬ قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې پاك ??ين ملګرتيا له سياست پرته ده خو زيات شمېر طاقتونه دا زغملې نه شي ٬ يو سياسي ګوند اختر د پاك ??ين ملګرتيا په ضد كمپائن كښې تير كړو۔ ځينې خلك په اختر كښې د سېل ځايونو ته ځي او ځينې ګرډ سټېشنونو پلو٬ مونږ هغه نه يؤ چې بلونه يۍ سوزولې وو چې مونږ به بل نه ادا كوؤ۔ مونږ كله پاكستان ته زيان نه دے رسولے٬ حكومتي اقداماتو سره معيشت په سم لوري روان دے٬ تجارتي خساره كمه شوې ده ٬ د زر مباده پنګې زياتې شوي دي او د روپۍ په قدر كښې استحكام راغلې د??٬ په ګرانۍ كښې كمې شوې د?? او د خلكو ژوند په دمه دمه آسانيږي ، په آئی ټی اې??سپورټس كښې ريكارډ اضافه شوې ده٬ پاكستان اوس ډيجټل حب جوړېدو پلو روان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په و رځ په پي ټي وي هېډ كوارټرز كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل لويے اختر مونږ ته د ايثار او قربانۍ درس راكوي٬ د وزيراعظم او د پنجاب وزيراعلی شمول ټو?? لارښود د لويے اختر په موقعه متحرك پاتې شول ٬ دغسې ټولو سركاري ادارو هم خپل فرض په زړه پوري ډول ترسره كړو۔ د ??ين د اعلی كچې پلاوي د پاكستان دورې په اړه خپلو خبرو كښی وفاقي وزير ووئيل د ??ين د اعلی كچې پلاوې 20 جون څخه تر 22 جون د پاكستان دوره كوي٬ د چينايي پلاوي مشري لیو جیان چاؤ كوي ٬ د سي پېك پراجېكټ حوالې سره د ده كردار ډېر مهم دے۔ هغه به نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار سره په ګډه په سي پېك د مشترکه مشاورتی مېکنزم درېمې غونډې مشري كوي۔ دې سره سره هغه به د پاكستان اعلی سول او عسكري مشرتابه سره ههم مل??قاتونه كوي۔ ده ووئيل چينائي مشرتابه چې په پاك ??ين ملګرتيا كښې د كوم باور څرګندونه كړې ده دا دې دليل دے چې نن د چآن د اعلی كچې پلاوې د پاكستان دوره كوي۔ ده ووئيل د خلقو ژوند كښې آسانۍ راتلل پېل شوي دي۔ ګراني 38 فيصده څخه كمېدو سره 11 فيصده ته راغلې ده او دا خوشبينه ده۔ وفاقي وزير ووئيل په سياست كښې ځينې مجبورۍ وي په كومو چې مونږ پوهېږو٬ خېبر پښتونخوا هم د پاكستان دومره برخه ده څومره چې پنجاب د پاكستان برخه ده۔ وفاقي وزير ووئيل په راتلونكو ورځو كښی به د پاكستان د معيشت په اړه نور ښه خبرونه رامخې ته شي٬ نن د پيپلز ګوند پلاوې هم وزيراعظم سره مل??قات كوي په كوم كښې به چې په بجټ او نورو چارو خبرې وكړې شوې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د خلقو اختر د ايثار او قربانۍ جذبې سره تېريږي۔ په سنت ابراهيمي عمل كولو سره خلق خپلو مينه والو سره مل??قات كوي او كوم چې نړۍ څخه تللې د?? د هغوي په قبرونو دعاګانې كوي خو د يو سياسي ګوند اختر د پاكستان او ??ين ملګرتيا په ضد تېر شو۔
يو شمير طاقتونه پاك چين ملګرتيا زغملې نه شي٬ د يو سياسي ګوند اختر د پاك چين ملګرتيا په ضد كمپائن كښې تير شو ٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي سي پيك به مخ په وړاندې ځي٬ عطاﺀ تارړ
مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ