اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ د نادرا هېډكوارټرز دوره كوي، وزيراعظم به په دې موقع د غېر م??كيانو د شناختي كارډ او ورك پرمټ كارډ د اجرا او د وېكسي نېشن سرټيفيكېټ تصديق لپاره د نادرا د نوي موبائل اېپ او د شناختي كارډ د قومي تصديق و تجديد د پروژو پرانسته كوي. د نادر?? چيئرمېن به وزيراعظم ته د هېواد ډېجيټل پاكستان وژن په اړه بريفنګ وركوي. وزيراعظم به د دورې په مهال د نادرا د 66 نوو دفترو او د 90 نوو موبائل رجسټرېشن ګاډو پرانسته هم كوي. وزيراعظم به په دې موقع د جعلي شناختي كارډ خاتمې لپاره د آرټيفيشل انټېلي جنس په بنياد د نادرا د معرفي كړي نظام پرانسته هم كوي. دا نظام د نادر?? چيئرمېن محمد طارق ملك په ډېره لنډه م??ده كښې تخليق كړے، د دې په مرسته به د نادرا ډېټا بېس څخه غېر م??كي كسان په اسانې سره ويستل ممكن شي. د نادر?? چيئرمېن به وزيراعظم عمران خان ته د ډېجيټل پاكستان په اړه روډ مېپ هم ??ړا??دې كوي.