لاهور 07 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي ??و اولسي چارو سلاحكار امير مقام وئيلي دي د سرلښكر تعيناتي او ټولټانكې به د آئين له مخې په خپل وخت كښې كېږي٬ عمران خان ټول اقدامات د اقتدار په هوس كښې كوي٬ د سېلاب ځپليو بحالي به روانه وي۔ د ګل په ورځ پرېس كرنس ته خپلې وېنا كښې ??مير مقام ووئيل عمران خان د دروغو د پاڅه دروغ وائي٬ د سائفر سازش ئې هم رامخې ته شوے٬ د ارشد شريف په معامله ئې د تحقيق نه غېر د قامي ادارو په ضد خبرې كولې۔ ده ووئيل عمران خان له د وزيراعظم محمد شهباز شريف څخه زده كړه پكار ده چا چې د سعودي دورې په مهال په زندان كښې ??نديوان پاكستانيان راخوشي كړي٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف ازبکستان ، سعودي عرب او په يو اے اي كښې ?? پاکستان مقدمه وړاندې كړې۔ ده ووئيل عمران خان په اسلام آباد راختل غواړي٬ په پنجاب كښې ?? هغوي حكومت دے٬ د پي ټي آئي په لانګ مارچ كښې ?? معظم نومې وګړي په مړينه افسوس لرٶ٬ ده ووئېل په ما هم ځانمرګي بريدونه شوي خو ما برداشت كړي، په دې نه پوهېږو چې څنګه عمران خان په ښپه لګې??لے ٬ د ژوبل كېدو نه پس د ھغه په چا اعتبار نه ٶ او ھغه د سركاري روغتون په ځائ شوكت خانم روغتون ته تللے ۔ ده ووئيل عمران خان ځان مظلوم ثابتولو سره د اولس همدردۍ ترلاسه كول غواړي او قام ګمراه كوي۔ ده ووئيل د عمران خان نه پوښتنه كوم چې كه ادارې ستا مخالفې وې نو په ضمني انتخابات كښې ??ې څنګه ګټلې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب امير مقام ووئيل عمران خان غواړي چې د اقتدار په كرسۍ په زبردستۍ كېښولې شي ??و داسې كس سره څنګه خبرې كېدې شي۔ امير مقام ووئيل د سرلښكر تعيناتي او ټولټانكې به د آئين له مخې په خپل وخت كښې كېږي٬ عمران خان ټول اقدامات د اقتدار په هوس كښې كوي٬ د سېلاب ځپليو د بحالۍ عمل به روان وي
د سرلښكر تعيناتي او ټولټانكې به د آئين له مخې په خپل وخت كښې كېږي۔د انجينئر امير مقام پرېس کنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر