لندن۔25ستمبر(اے پی پی) نګراں وزیراعظم انوار الحق کاکړ بهر هېوادونو كښې په مېشته پاكستانيانو زور راړوے دے چې هغوي دې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ له موقعه څخه ګټه پورته كړي۔ د ګل په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د نوموړو برطانوي پاكستاني كاروباري شخصياتو يو پلاوي په پاكستان هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ نګران وزيراعظم د عبوري حكومت لخوا د روانو اصلاحاتو په نتيجه كښې رامخې ته شوې مثبت اشاريې په ډاګه كړې په كومو كښې چې د پاكستان روپۍ مستحكم كېدل ٬ په ګرانۍ كښې كمې او د متوقع اقتصادي پرمختګ مضبوطول شامل دي۔ وزیر اعظم د پاکستان سرمایه کاری دوست سوچ، مراعات او کاروبار كښې آسانۍ رامخې ته كولو له د اصلاحاتو ذكر وكړو۔ ده ووئيل د ون ونډو پلېټ فارم د لارې په بنيادي څانګو كښې د سرمايه كارۍ لاره هوارولو له مو خصوصي سرمايه كاري سهولت كونسل معارفي كړو د كوم مشري چې زه په خپله كوم۔ ده ووئيل د دې اقدام مقصد كاروبار كولو كښې آسانۍ زياتول ٬ خنډان لرې كول او د اوږدې مودې سرمايه كارۍ تګلاره جوړول دي۔ وزیراعظم انوار الحق کاکړ په خساره كښې د چلېدونكو سركاري ادارو نجكارۍ په اړه د وزيراعظم د عزم څرګندونه هم وكړه۔ ده بهر هېوادونو كښې په مېشته پاكستانيانو زور راوړو چې هغوي دې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټې پورته كړي۔ ده په بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته معاشي بحالۍ كښې كردار ترسر كولو له په خاص توګه په اقتصادي زونز كښې د سرمايه كارۍ بلنه هم وركړه۔ برطانوي پاكستاني كاروباري لارښودو تاركين وطن ته په ځان رسولو د وزيراعظم مننه وكړه او په پاكستان كښې خپل كاروباري آپرېشنز كښې يۍ خوښي ښكاره كړه۔ده هيله ولرله چې د حكومت لخوا روان اصلاحات به تر اوږدې مودې روان پاتې ساتلې شي۔ دوئي وزيراعظم د پاكستان د پرمختګ لارې ته بېرته راوستلو له د خپلې مرستې باور وركړو۔
نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ سره د نوموړوبرطانوي پاكستاني كاروباري شخصياتو پلاوي ملاقات
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena