اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی مستونګ كښې د جومات سره نزدې د شوې چاؤدنې سخته غندنه كړې ده۔د سېنېټ سیكرټریټ میډیا ډائریكټوریټ د اړخه جاري شوې بيان كښې د سېنېټ چیئرمېن ووئيل جوماتونه ، د عبادت ځايونه په نښه كول يو ظالمانه فعل دې۔ده وئويل د ډی ایس پی پشمول په شوي قیمتی ځاني زيان دړډيدلې يو۔ د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی ووئيل ترهه ګر د كوم مذهب سره تعلق نه لري۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ دا لعنت به په بشپړه ډول ختمولې شي،ترهه ګر د پاكستان د پرمختګ څخه يريږي۔د سېنېټ چیئرمېن ووئيل قام د سیكیورټی فورسز قربانو ته پيرزوئنې وړاندې كوي۔د سېنېټ ډپټی چیئرمېن مرزا محمد آفریدی ، سېنېټ كښې د حكومتي ډلي مشر محمد اسحاق ډار او سېنېټ كښې د مخالفي ډلي مشر ډاكټر شهزاد وسیم هم د دې پېښې غندنه وكړه۔
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena