اسلام آباد۔22مارچ(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د نيمې اوچې د مسلمانانو د جلا وطن غوښتنه وخت په سياسي توګه سمه ثابت كړه٬ مونږ له به د خپل پلار نيكه خوب ريښتيا كولو٬ قومي يووالي او سماجي او اقتصادي پرمختګ له په ګډه كار كول وي۔ هغه ورځې لرې نه ده چې پاكستان به د يو مضبوط او سوكاله هېواد په حېث رامخې ته شي۔ د پاكستان ورځې 23 مارچ 2022 په موقع د قام په نوم خپل خطاب كښې صدر مملكت ووئيل د پاكستان ورځ د نيمې اوچې په تاريخ كښې څو حوالو سره يوه مهمه ورځ ده۔ په كال 1940 كښې په دې ورځ مسلمانانو د يو ځانله رياست غوښتنه وكړه او په انګرېز يۍ دا ښكاره كړه چې كانګريس د مسلمانانو نمائندګي كوؤنكې ګوند نه دې او د نيمې وچې په وېش كښې نور تاخير نه شي كېدې۔ زمونږ فرض دي چې مونږ قوم لپاره په وخت د پوهې پرېكړې په كولو خپلو مؤسسينو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړؤ۔ ده ووئيل وخت د جلا وطن غوښتنه په سياسي توګه سمه ثابت كړه۔ صدر ووئيل د پاكستاني قوم په پوليو او كورونا قابو موندل د دې خبرې ثبوت دې چې پاكستان د اجتماعي هڅو د لارې په ټولو چېلنجونو قابو موندلې شي۔ ده ووئيل هغه ورځې لرې نه ده چې پاكستان به په معاشي توګه د يو مضبوط او سوكاله هېواد په حېث رامخې ته شي۔ ده ووئيل مونږ له به د خپل پلار نيكه خوب ريښتيا كولو٬ قومي يووالي او سماجي او اقتصادي پرمختګ له په ګډه كار كول وي
د نيمې اوچې د مسلمانانو د جلا وطن غوښتنه وخت په سياسي توګه سمه ثابت كړه٬ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پاكستان ورځې په موقعه پېغام
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس