اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی هېواد لپاره د خپل ځان قرباني وركونكي بریګیډیئر مصطفیٰ کمال برکی شهید ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي د شهید بریګیډیئر هېواد لپاره قرباني به بې ځايه نه ځي۔د شورو په ورځ د سېنېټ سیکرټریټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د سېنېټ چیئرمېن ووئيل بریګیډیئر مصطفیٰ کمال برکی د هېواد امن لپاره د خپل ځان قرباني وركړېده۔ صادق سنجرانی ووئيل ترهه ګر د پرمختګ دښمن دے او د پاکستان مخ په وړاندې تللو څخه يرېږي۔ ده د برېګیډیئر مصطفیٰ کمال برکی لوړو درجو او پېښه كښې د ژوبل اهلکارو زر روغتيا له دعا اوكړه
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ