اسلام آباد 13مارچ (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د وزيراعظم رمضان ريليف پیكج تقسيمولو جاج اغستو لپاره په اسلام آباد كښې د مختلف يوټېلټي سټورونو ناڅاپي دوره وكړه۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د دورې په مهال مستحقينو سره ملاقات وكړو او هغوي څخه يې د پېكج ترلاسه كولو په اړه رامخې ته شوو مسئلو په حقله پوښتنه وكړه۔وزيراعظم اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې باوري دې كړے شي چې د رمضان پېكج ترلاسه كولو لپاره راغلې مستحقين كوم ډول ستونزو سره مخ نه شي
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا