اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی) پاکستان د سوریې په پلازمینه دمشق کښې د ایراني سفارت د قونسلګرۍ په څانګه برید په کلکه غندلو سره د ځپلې شويو كسانو كورنيو ٬ اولس او د ایران له حکومت سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې دا بريد د سوريه د خپلواكۍ د نه منلو وړ خلاف ورزي ده او د دې هېواد ثبات او امنيت ته زيان رسوي۔ د بیان له مخې دا د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف ورزي ده٬ د كال 1961 د سفارتي اړيكو ويانا كنونشن له مخې د سفارت كارو يا سفارتي سهولياتو په ضد بريدونه غېر قانوني دي۔ په بيان كښې زياته كړې شوې ده چې د اسرائیلي ځواکونو دغه غیر مسؤلانه عمل په یوه ناکراره سیمه کښې یو لويه اضافه ده۔ وياندې په خپل بيان كښې ووئيل چې مونږ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتنه كوؤ چې هغه اسرائيل په سيمه كښې مهم جويۍ كولو ٬ په ګاونډي هېوادونو بريد كولو او د بهرنيو سفارتي تنصيباتو نخښه جوړولو غير قانوني كارروائيو څخه منع كړي۔
پاکستان په دمشق کښې د ایراني سفارت د قونسلګرۍ په څانګه برید په کلکه وغندلو
مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania