اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د كانګو امن مشن كښې د پاكستان پوځ افسرانو او ځوانانو د چورلكې په پېښه كښې په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې۔د نهې په ورځ په خپل يو بيان ګښې ده ووئيل د پاك پوځ ځوانان د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې مهم كردار ادا كوي٬د نړۍ امن لپاره د پاك پوځ قربانۍ د هيرولو نه دي۔ده ووئيل د نړيوال امن لپاره د ځانونو قرباني وركونكو اتلانو ته ټول قام سلام كوي۔ده ووئيل د شهيدانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې شهيدانو له لوړې درجې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔امين
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن