اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د امريكې درې ورځنۍ دورې نه پس هېواد ته راروان شوے٬ په دې موقع په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اکرم او په امريكا كښې د پاكستان سفير مسعود خان سره سره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل نائب استازي عامر خان خارجه وزير ته مخه ښه اووئ۔ خارجه وزير د خپلې دورې په مهال د خوراك تحفظ پحقله د امريكې په كوربتوب كښې په ترسره شوو د لوړې كچې غونډو كښې ګډون كړے۔ د دورې په مهال وفاقي وزير ځينې مهمو سفيرانو سره ملاقاتونه هم كړي ۔ بلاول بھټو زرداري په نوې كابينه كښې د خارجه وزير چوكۍ سنبهالو نه پس د امريكې درې ورځنۍ مصروف دوره كړې۔ په دې مهال ده د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېش، د امريکې خارجه وزير انټوني بلنکن، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر عبدالله شاهد او د اټاليه او ترکيه پشمول د يو شمېر هېوادونو خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه كړي چې پكښې د پاكستان په نقطه نظر رڼا اچولې شوې او د نوي حكومت د پاليسي ترجيحات ذكر شوي
خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د امريكې درې ورځنۍ دورې نه پس هېواد ته راروان شو
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن