اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د ??طل??عات او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب وئيلي دي د ګرانۍ ظلم څخه د اولس نغري مړه كوونكي نن په دې پارليمنټ بريد كوي ٬ د كوم څخه چې هغوې تنخاګانې او مراعات اخلي ، د پي ټي آئي غړي دې په پارليمان د بريد كولو ډرامې نه کوي ، سپيکر له دې لاړ شي او د خپلو استعفاګانو تصديق دې وكړي ، سپيکر هغوې رابلي او هغوې تښتي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ په پارليمنټ هائوس كښې د مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا سيکريټري ??طل??عات اختيار ولي سره ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي د ??طل??عات وزيرې ووئيل نن د پي ټي آئي ميرمنو غړو په پارليمان بريد كړے، د ميډيا کيمرو تول مناظر اولس ته ښودلې دي ٬ په دې زه ميډيا له مباركي وركوم۔دې ووئيل د تيرو څلورو كلونو په مهال د ميډيا کيمري د پارلمان څخه بهر ساتلې شوې ځكه چې هغه وخت يوه داسې ډله په پاکستان مسلط وه كومې چې د پاکستان اولس ته حقائق وړاندې كول نه غوښتل، د هغوې كار دروغ وئيل او كرپشن كول وؤ۔ وفاقي وزيرې ووئيل د قامي اسمبلۍ سپيكر د څلورو ورځو څخه انتظار کوي چې د پي ټي آئي غړي به د خپلو استعفاګانو تصديق له راشي، پارليمنټ ته راتللو څخه چا نه دې منع كړې خو د پي ټي آئي ميرمنو غړو په پارليمنټ د بريد كولو هڅه كړې كوم چې د يوې تماشې نه زيات نور هيخ نه دي۔دې ووئيل دوي چې په كوم پارلمان بريد كوي هم هغه پارلمان څخه تنخاګاني او مراعات اخلي۔د يوې پوښتنې په ځواب د ??طل??عات وزيرې ووئيل په پارليمنټ بريد كښې د پي ټي آئي كاركنانو سره د هغوې پارليماني غړي هم وو كوم چې د استعفيٰ وركولو څخه انکاري دي۔دې ووئيل د عمران خان په وينا هغوې په پارلمان بريد كړے خو د عمران خان په وينا خپله استعفيٰ نه وركوي۔دې ووئيل د عمران خان نيت فساد او انتشار خپرول دي، ??ا حكم خو غړو منلے خو استعفيٰ نه وركوي۔دې ووئيل د پي ټي آئي غړو استعفاګانې وركړې د كومو چې هغوې تصديق نه كوي
د ګرانۍ په ظلم د اولس نغرے مړه کوونكې نن په پارليمنټ بريد كوي ٬ د كوم څخه چې هغوې تنخاګانې او مراعات اخلي ۔د اطلاعات وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب پارليمنټ هاؤس كښې ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس