ملګري ملتونه 13اکتوبر(اے پی پی)د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د يوكرين څلورو سيمو روس سره الحاق غېر قانوني ګرځولو سره د روس څخه دا اقدام منسوخ كولو په غوښتنه اډانه قرارداد په لويې اكثريت سره منظور كړو او د پاكستان پشمول 35 غړو هېوادونو په دې قرارداد د رايو په شمېره كښې برخه نه ده اخستې او غوښتنه يې كړې چې د هند په غېر قانوني تسلط كښې جمو كشمير په اړه هم د نړيوالې ورورولۍ ردعمل هم داسې پكار دې۔په قرارداد كښې د ټولې نړۍ هېوادونو ته خواست شوې چې هغوي د يوكرين په سيمو ډونيټسك٬كهيرسن٬لوهانسك او زيپو ريزياكاروس سره د ريفرنډم د لارې شوې الحاق تسليم نه كړي۔د عمومي اسمبلۍ په 193 غړو كښې 143 قرارداد په حق كښې رائے وركړي او د پاكستان پشمول 35 هېوادونو د رايو په شمېره كښې برخه نه ده اخستې۔په قرارداد كښې وئ??لي شوي دي چې روس د جارحيت ارتكاب كولو سره په يادو شويو سيمو عارضي قبضه كړی او په دې عمل كښې د يوكرين د سيمه ايزې سلامتيا او خپلواكۍ خلاف ورزي شوې۔په قرارداد كښې د پاكستان مستقل استازي په قرارداد د رايو په شمېره كښې برخه نه اخستلو وضاحت كولو سره وئ??لي دي چې دا قرارداد وړاندې كونكو هېوادونو د يوكرين ??نګ سمدستي او پرامن حل تجاويز قبلولو څخه انكار كړې۔ده ووئيل دا مهال وړومبې ترجيح د جنګي كاروائيو خاتمه او ثالثي٬نيغ په نيغه خبر?? اترې او نور ممكنه ذريعو كارولو سره د امن مذاكرات پی?? كولو ته اړټيا ده دغسې چې په يوكرين كښې امن زر تر زره بحال شي۔ده ووئيل چې تر څو چې د ??نګ مخنيوي نه وي شوې تر هغې د نور خپرېدو امكانات به زياتېږي او د دې نتيجې د ټولې نړۍ لپاره ت??اه كونكې وي۔
جنرل اسمبلۍ د يوكرين سيمو د روس سره د الحاق منسوخ كولو قرارداد په لويې اكثريت سره منظور كړو٬د پاكستان پشمول 35 هېوادونو د رايو په شمېره كښې برخه نه ده اخستې
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں